)) د افغانستان د موقت حکومت په تبعید کې (( بسم الله الرحمن الرحیم
سریزه:
افغانستان په خپل تاریخ کې د بحران په یوې له تر ټولو سختو مرحلو کې قرار لري. سیاسي بحران، پراخه فقر، د بشري حقونو نقض، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو حقوق، د ټولنیز عدالت نشتوالی، ناامني، او د مدني آزادیو ځپل، هېواد په یوه ژوره کړکېچ کې ډوب کړی دی. د ملي ادارو سقوط او د طالبانو د ډلې یو اړخیزه واکمني، د افغانستان کورنۍ او نړیواله مشروعیت په جدي ډول زیانمن کړی دی. دا وضعیت د افغانستان پر ټولو ملي، سیاسي او ټولنیزو ځواکونو تاریخي او لوی مسئولیت وضع کوي چې د هېواد د ژغورنې لپاره ملي او نړیوال په همدې لړ کې، د افغانستان لپاره د موقت حکومت په تبعید کې د هېواد د ملي، سیاسي شخصیتونو او نخبه ګانو په .اجماع رامنځته کړیابتکار جوړ شوی دی. دا حکومت د شفافیت، عدالت، دموکراسۍ او د ټولنې د ټولو قشرونو د ګډون پر اصولو ولاړ دی، او د یوه ملي او ډموکراتیک نظام د جوړولو لپاره هڅه کوي. دا منشور د تبعید حکومت لپاره د بنسټیزو لارښوونو په توګه عمل کوي او په ۱۳ څپرکو او ۳۹ مادو کې ترتیب شوی دی.
لومړی څپرکی:
د موقت حکومت اهداف په تبعید کې
لومړۍ ماده: په افغانستان کې د دوامدار ثبات او امنیت راستنول.
دوهمه ماده: د ټولو قومونو، مذهبونو او ټولنیزو قشرونو په ګډون د یوه ملي او ټولشموله نظام جوړول
درېیمه ماده: ټولنیز عدالت، د تبعیض له منځه وړل او د بشر حقونو تضمین، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو حقوق څلورمه ماده: اقتصادي بیا رغونه او د فقر کمول د ملي منابعو د مدیریت او نړیوالو مرستو په جذبولو سره
پنځمه ماده: ملي یووالي پیاوړتیا او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د خپلواک هویت بیا احیا . دوهم څپرکی:
بنسټیز اصول او ارزښتونه
شپږمه ماده: ملي یووالی: افغانستان د ټولو قومونو، مذهبونو او ټولنیزو قشرونو ګډ کور دی . اوومه ماده: دموکراسۍ: د خلکو غوښتنو ته درناوی او د هغوی پر رایو او نظرونو ولاړ جوړښتونه.
اتمه ماده: عدالت: د فساد پر ضد مبارزه، د قانون مساوي پلي کول، او د تبعیض پرته د اتباعو حقوق تأمین. نهمه ماده: د بشر حقوق: د بیان ازادۍ، د ښځو حقوق، تعلیم او د ټولو لپاره سیاسي ګډون تضمین.
لسمه ماده: خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا: د افغانستان خپلواکي ساتنه او د بهرنیو مداخلې مخنیوی
درېیم څپرکی:
په تبعید کې د موقت حکومت جوړښت
شورا عالي چې له( )۱۰۱ کسانو څخه جوړه ده، مشري کوي او لاندې ادارې لري . یولسمه ماده: د مشرتابه پلاوی .
* په تبعید کې د افغانستان د موقت حکومت رئیس * درې مرستیالان .
* د ژمنو او بې طرفه متخصصینو کابینه • دولسمه ماده: کاري کمیټې
• سیاسي کمیټه: د دیپلوماسۍ، ملي مذاکراتو او ستراتیژیکو پالیسیو ترتیب مسؤوله
• ټولنیزه کمیټه: د ښځو، ځوانانو او زیانمنو قشرونو حقوقو وده
• اقتصادي کمیټه: د اقتصاد بیا رغونه، د منابعو مدیریت او د فقر کمولو پلان
• امنیتي کمیټه: د امنیت تأمین او د افراطیت پر ضد مبارزه
• حقوقي او نړیوالو اړیکو کمیټه: د ملي قوانینو ترتیب او نړیوالې اړیکې پیاوړي کول
څلورم څپرکی : پالیسي او ستراتیژۍ
دیارلسمه ماده: په ملي کچه: د افغانانو تر منځ د ټولو قشرونو، په شمول د ښځو، ځوانانو، قومونو او مذهبونو، د ګډون سره ملي مذاکرات. څوارلسمه ماده: د راتلونکي حکومت د چوکاټ ټاکلو لپاره د یوه ټولشموله ملي شورا جوړول.
پنځلسمه ماده: د دولتي جوړښتونو اصلاح او په اجرایي ادارو کې شفافیت رامنځته کول . شپاړسمه ماده: د ښځو حقوقو تأمین او هغوی ته د تعلیم، کار او سیاسي ګډون د لاسرسي تضمین. اوولسمه ماده: د کورنیو او بهرنیو بېځایه شویو د راستنېدو لپاره پلان جوړونه .
پنځم څپرکی:
په سیم ه ییزه کچه
اتلسمه ماده: د امنیتي، اقتصادي او د تروریزم ضد همکاریو لپاره د ګاونډیو هېوادونو سیمه ییز اجماع جوړول . نولسمه ماده: د سولې او ثبات تضمین لپاره د سیمهییزو هېوادونو رغنده رول څخه ګټه اخیستل.
شلمه ماده: له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړي کول . شپږم څپرکی:
په نړیواله کچه
یوویشتمه ماده: د ملګرو ملتونو سازمان، اروپایي اتحادیې، اسلامي همکاریو سازمان او نورو نړیوالو ادارو سره اړیکې د ټولشموله حکومت ملاتړ لپاره .
دوه ویشتمه ماده: د اقتصادي او بشري بحران د حل لپاره د بشر دوستانه مرستو غوښتنه .
درې ویشتمه ماده: ډاډ ترلاسه کول چې افغانستان بیا د افراطیت او نړیوالو تهدیدونو مرکز نه شي. اووم څپرکی:
د افغانستان لپاره د کلیدي ننګونو حل لارې
څلور ویشتمه ماده: سیاسي بحران: د ملي خبرواترو ترسره کول او د نوي اساسي قانون د ترتیب لپاره د افغانانو اجماع رامنځته کول. پنځه ویشتمه ماده: د ټولشموله حکومت جوړول چې د ټولو قشرونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي .
شپږ ویشتمه ماده: د مشروع او دایمي حکومت ته د واک انتقال لپاره شفاف میکانیزمونه رامنځته کول. اتم څپرکی:
اقتصادي بحران
اووه ویشتمه ماده: د بهرنیو پانګو جذب او د طبیعي منابعو مدیریت (لکه معادن) . اته ویشتمه ماده: د بېکارۍ او فقر کمولو لپاره د کارآفرینۍ پروګرامونه رامنځته کول. نهه ویشتمه ماده: د نړیوالو مرستو په مصرف کې شفافیت او د فساد پر ضد مبارزه . نهم څپرکی:
د ښځو او ماشومانو حقوق .
درېمه ماده: د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل.
یو دېرشم ماده: د ښځو د حقوقو د تضمین لپاره حمایوي قوانین تصویب کول .
دو دېرشم ماده: د ښځو اقتصادي توانمندسازي او هغوی ته د کاري فرصتونو رامنځته کول . لسم څپرکی:
امنیت او د تروریزم پر ضد مبارزه
درې دېرشم ماده: د بې مسؤلیته وسله والو ډلو وسلې ایستل او هغوی په قانوني جوړښتونو کې مدغم کول.
څلور دېرشم ماده: د تروریزم پر ضد مبارزه او د سرحدونو د امنیت لپاره له سیم هییزو هېوادونو سره همکاري .
پنځه دېرشم ماده: د داخلي ثبات د ساتنې لپاره د امنیتي ادارو اصلاح او پیاوړتیا . یوولسم څپرکی:
د حکومت اداري سیستم
شپږ دېرشم ماده: د اداري سیستم اصلاح او د بوروکراسي کمول.
اووه دېرشم ماده: د دولتي مدیرانو روزنه ترڅو خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي .
دولسم څپرکی:
ملي او نړیواله بلنه
اته دېرشم ماده: د تبعید موقت حکومت د افغانستان له ټولو سیاسي ځواکونو، نخبه ګانو، مدني ټولنې، ښځو، او ځوانانو څخه غوښتنه کوي چې د ملي یووالي او همکارۍ له لارې د اوسني بحران د حل لپاره هڅه وکړي. همدارنګه، له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د اقتصادي، سیاسي، او دیپلوماټیک ملاتړ په وسیله په افغانستان کې د یوه ټولشموله او ملي حکومت د جوړېدو زمینه برابره کړي .
دیارلسم څپركي:
د دې منشور تصویب او تطبیق
نهه دېرشم ماده: دا منشور چې په (دیارلسو څپرکو) او (نهه دېرشو مادو) مشتمل دی، د تبعید موقت حکومت د عالي شورا له خوا تر تصویب وروسته د موقت حکومت رئیس له لوري توشیح او د تصویب له نیټې څخه د تطبیق وړ دی .
په درنښت،
ډاکټر محمد اشرف ایمان ي
په تبعید کې د افغانستان د موقت حکومت رئیس
December-14-2024
Email: afg.govinexil@gmail.com
+1 202 664 6967
